دسربازانو شتون مهم دی که بله لاره هم شته
دکتور طاوس وردک دکتور طاوس وردک

 

د مجاهدینو په راتګ سره د خلکو هیلي ناهیلې شوې او بیرته د مجاهدینو تر منځ کورنۍ جنګ ادامه پیداکړه او افغانستان دهره لحاظه تخریب- چپاول - او قومی او لسانی تفرقه زیاته شوه قومونه یو دبل په ضد په ډیر شدت او حدت یو دبل سره وجنګیدل او دغو جنګ ته زموږ همسایه ګانو ( پاکستان - ایران - عربانو ) ډیره براخه لمن ووهله او کورنۍ بې ستره شوې ملي ارزشونه تر پښو لاندې شول او ډیر زیات کوچنیان یتیمان او تورسرې کونډې شوې ، ملي وسله وال پوځ د نواز شریف په فرمان او دمجاهدینو دحرص او آز په خاطر مضمحل شوو او کادرونه ېې ( ډي ډي آر ) شول او پاکستان چې ولیدل دمجاهدینو په واسطه ېې په افغانستان کې پښه ټینګه نه شوه نو ېې هغه ریزرفه قوه طالبان را میدان ته کړل او ددوی کوماندو ګان تل تر تله د طالبانو تر شا ولاړ وو ، د طالبانو حکومت دارۍ ډیر ښه وه او ډیر مثبت کارونه يي درلودل خاصتا امنیت او وروسته طالبانو د پاکستان په ذریعه او عربستان سعودي په مادی مرسته تحریک شول چې د افغانستان نورو وروڼو ملیتو سره مخالفت وشيي او حتي د شمالي دانګورو تاکونه ېې غوڅ کړل او د هزاره او تاجکانو په ضد ېې دیوه سره قتل عام پیل کړو ،د افغانستان تاریخی ابدات ېې په تو پو وویشتل ،دښځو سره ېې ډیر بد سلوک غوره کړو د پاکستان هدف دا وو چې دواړه خواوې دواړه طرفو ته ( مجاهدین او طالبان ) افغانان دی او وژل کیژي نو پا کستان ورته چکې وهلي چې مه پریږدۍ ، مړه کړۍ، او ددغو خونړۍ جنګ په نتیجه کې د ملیون افغانانو وینې توېې شوې او افغانستان په مخروبه تبدیل شوو ، د طالب او مجاهد د رهبرانو او قوماندانانو په منځ کې یو تعداد شریف انسانان هم وو او شته چې د وینې توییدو او یودبل دوژل کیدو نه تر ستونیه راغلي وو او دي او همیشه د صلحی طرفداران وو خو یو تعدا مجاهدین او طالبان تر ننه پورې د خارجی مختلفو هیوادو خاصتا همسایه ګانو زرخریده نوکران او ګروګان مزدوران دي نو هغوی نه غواړې په افغانستان کې صلحه راشي ، یو تعداد ېې نن د خپل ځان د بقا له پاره او له پاره ددې چې په اینده کې زندانی او محاکمه نه شي نو مجبور دی ځانونه د امریکا یا پاکستان تر پښو لاندې قربان کا ، متاسفانه چې نه دمجاهدینو مشران او نه د طالبانو مشران په دې پوهیژي چې ټول جنګونه اخر د صلحی له لاری ختم شوي دی او د جنګ نتیجه صلحه ده ، بهترین قوماندان یا بهترین پوه مشر هغه دی چې دغه نزاکت یا دغه فلسفه ډیره زر ومني او تطبیق ېې کا چې جنګ نور بس دی او صلحه ضروری ده یوه ورځ نه یوه ورځ دجهادی او طالبانی قوماندانانو ارواح قبضیژي او وژل کیژي ، زامن ېې یتیمان او میرمنې ېې کوندې کیژي نژدي مثالونه ېې ( احمد شاه مسعود - استاد ربانی - داود داود - احمد ولی کرزۍ - عبدالله وردک - عبدالرحمان خان - بن لادن او ) ډیر نور دی د مجاهدینو او طالبانو لویه اشتباه دا وه چې دوی د حزب دیموکراتیک د پاکو وطن پرستانو نه هیڅ استفاده ونه کړه او دهغو وخت وسلې ېې و نه ساتلې ، او هغوی ېې په کور کینول ، دا فلسفه ده او هیڅ کله زوړ کاملا مه نفې کوۍ ډ دزاړو ناکاره مواد او بیکاره مواد ګودال ته واچوۍ او کار آمد ېې تر هغو چې استفاده ورنه کیژي ورنه کار واخلۍ ، اوس را شۍ اصلی خبرې ته د امریکا دوتلو خبره بیا را ژوندۍ شوه (( زه درته یو شۍ وایم چې امریکا ته لکه لوی غرونه داسې مشکلات مخې پراته دي او هغه د چین اقتصادی پرختیا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې او د امریکا اقتصادی خرابوالۍ او بیکاري - دامریکای جنوبی دهیوادو کرکه نسبت امریکا ته - دشمالي کوریا معضله - دتایوان معضله - د جاپان او چین معضله د جزایرو په هکله - د چین او پاکستان ډیر نژدېوالۍ او دامریکا په ضد د پاکستان دحکومت مخالفت او دالقاعدې شتون په پاکستان کې - د پاکستاني طالبانو شتون او خطرونه ېې د امریکا له پاره - د چین او هندوستان او هندوستان او پاکستان تر منځ د سیکم او کشمیر په خاوره نا حل شوې لانجه - دچین نظامی او اقتصادی يراختیا په بلوچستان کې - دایران داتومی پروګرام معضله - دروسېې دوه واري نظامی برلاسۍ نسبت امریکا ته )) ددغو او ډیرو نورومشکلاتو په بنیاد امریکا باید اشتباه و نه کا او د افغانستان څخه و نه وزي بلکه د تل له پاره په افغانستان کې شتون ولري او د افغانستان وسله وال پوځ ډیر زر په مدرنو نظامی وسلو تر ستونیه سمبال کړي تر څو دلته دوی یو ډیر قوي با جراته او او ډیر مطمن دوست نظامی او اقتصادی ملګرۍافغانستان ولري او په جنوب شرق د اسیا کې تل تر تله د افغانستان په خلکو حساب وکړي زما په نظر دغه یوازنۍ لاره او پریکړه ده د امریکا له پاره ، اوکه امریکا دغه لویه اشتباه وکړه نو بیا د نړۍ په ګوټ - ګوټ کې دلویو ناورینو او چالشو سره مخامخ کیژي اوبی له دې هم افغانان خدای پیدا کړي، نه ( امریکا - پاکستان یا عربانو ) ایا بیدون له دوی نه افغانان تنفس نه شي کولای؟ بیدون له دوی نه افغانان ډوډۍ نه شي پیدا کولای ؟ بیدون له دوی نه افغانان صلحه نه شي را وستلای ؟ ( هر څه کولای شي د افغانانو په ماغزو کې دعلم - سیاست - اقتصاد ) نبوغ شته راشۍ دغه لاندې کارونه عملي کړۍ او تاسې به همیشه خوشبخته او سر فراز وۍ :::

۱- په لومړي قدم کې یو د بل سره افغانی - صادقانه - اسلامی - وحدت وکړۍ او سند یو دبل سره امضا کړۍ .

۲- فورا یو متعهد - بیطرفه - سیاست مدار-دیپلومات - جدي - پوه - وطن پرسته افغان( خلیل زاد ته رایه ورکړۍ ) چې د ټولو احزابو او مدني ټولنو نمایندګان په یوه ټیم کې سره را غونډ کړي او افغانستان دهر لحاظه په پښو ودروي ،موږ باید یو نوۍ بیطرفه ملي وسله وال پوځ جوړ کړو او هغه په مدرنو وسلو سمبال کړو او په افغانستان کې د وسلو دتولید فابریکې جوړی کړو او دغه کار ډیر ممکن دي فقط خپلې راېې دا ځلې نامزد نفر ته ورکړۍ او هر څه به سم شي .

کوریای شمالي - هندوستان - برازیل - اندونیزیا او ډیر نور هیوادونه بیدون له امریکا نه ژوند کوي اوخپل هیوادونه ېې د متمدني نړۍ سره مساوي کړي دي، لطفا ماته ووایاست چې که د افغانستان د ننه یو د بل سره مشترکه ژبه پیدا کړۍاو ملي وحدت تامین کړۍ او دومره سره نژدې شۍ چې تر عسلو نه خواږه شي دا به ښه کار وي ، او تر هر څه نه اسانه خبره دا ده چې د خپلو وروڼو - قومونو - ملیتونو سره مشترکه ( ګډه ) ژبه پیدا کول ښه کار دی او که د پردو پښو ته ور لویدل ؟؟ ( لکه فولاد ابدیده شۍ ) که غواړۍ ابدیده شۍ د نیکولای استروفسکي کتابونه ( فولاد چطور ابدیه شد ) ولونۍ ؟؟ او که د امریکا پښو ته ور ولویږۍ چې د خدای د پاره مه وزه او مه ځه چې دا ځلې طالبان یا پاکستان موږ خوري ؟؟ نه خیر تاسې یو قوت یاست ( فقط ځان وپیژڼۍ ) او سره متحد شۍ که مو دا کار وکړو هغه وخت یو جبار حکمران او قاتل قوماندان یا حزبی یا اسلامی رهبر یا کوم متجاوز هیواد تاسې نه شي وژلای او ماتولای ، فقط تاسې دغه پورته کارونه عملي کړي ( بهترینه لاره داده چې خارجیان دیوه سره ووزي ، تر څو تاسې مجبور شۍ سره متحد شۍ ) او نور د شیطانت او جاوسوسي مرحله ختمه شي میړه د ښځې په اند شکمن دی ، ورور د ورور په ضد شوۍ - وطندار د بل وطندار په ضد دی ، که یو د بل سره کینۍ او خپل راضونه شریک کړۍ او یو بل ته ووایاست چې تا ته خارجی زما په مورد څه ویل ؟ هغه وخت خبره حل ده ، دتاسې د ملي پیوستون په امید ، امین .






July 10th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات